Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته په کثرت سره د سجدو کولو تلقين اوفرمائيلو.

(1) د سجدو کثرت

د دې نه معلومه شوه چې په کثرت سره سجدے کول په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډي جوړوونکے عمل دے.

سُبْحٰنَ الله! څومره آسان عمل دے...!! په کثرت سره سجدے کول دي، مونږ چې روزانه پينځه واړه (فرض، سنت او نفلونه وغيره يو ځائے کړو او مکمل ئې) ادا کړو نو 48 رکعتونه جوړيږي، په هر رکعت کښې دوه سجدے، دا ټولې 96 سجدے شوې، ورسره د تهجد که زيات نه وي نو دوه نفلونه يو ځائے کړئ! 100 سجدے شوې، د اشراق او چاشت کم از کم څلور رکعتونه نور شامل کړئ! 108 سجدے شوې، شپږ [6] د اَوَّابِين نفلونه شامل کړئ! 120 سجدے شوې، دوه رکعته صلاةُ التَّوبَه ادا کوئ! په ورځ کښې د يو لـمونځ سره د تَحِيَّةُ الوُضُو لـمونځ کوئ! د تَحِيَّةُ الـمسجد هم دوه نفلونه ادا کوئ! دا ټول 132 سجدے شوې، په قرآنِ کريم کښې 14 د سجدے آيتونه دي، دا 14 واړه آيتونه اولولئ او 14 سجدے اوکړئ نو حاجتونه به مو پوره کيږي، د دين او دنيا د هر حاجت پوره کيدو بهترينه وظيفه ده، کم او زيات د لسو [10] نه دولس [12] منټه پرې لګي، د سجدے آيتونه اولولئ او 14 سجدے اوکړئ! دا ټولې 146 سجدے شوې، کومې چې مونږ په ډيره آسانئ سره په يوه ورځ کښې کولے شو.

کار څومره آسان دے، که مونږ په کثرت سره د سجدو کولو عادت جوړ کړو نو په داسې کولو به څه ميلاو شي؟ د الله پاک قرب او په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ...!! سُبْحٰنَ الله!

وہ تو نہایت سستا سودا بیچ رہے ہیں جنّت کا