Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

لور لکه د جنّت ټکټ دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اولاد عظيم نعمت دے، که الله پاک چا ته لوڼه عطا کړي نو دا هم د هغه عطا ده، که ځامن ورعطا کړي نو دا هم د هغه ورکړه ده. ځکه د اولاد د ښې پالنې ذهن جوړ کړئ خاص طور که لور وي نو د هغې پالنه ښه په شوق او ذوق سره اوکړئ! عموماً خلق ځامن د بوډا والي ملاتړ ګڼي، دا يو ښه اُميد دے حالانکه ځوي چې غټ شي د پلار ملاتړ به جوړيږي او که نۀ...!! دا د نصيب خبره ده او لور خو دا اوګڼئ چې لکه د جنّت ټکټ دے. چې مونږه د الله پاک د رضا د طلبګار اوسيدو سره، په نيک نيتئ سره، په خوشحاله زړه د لور ښه روزنه پالنه اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! په جنّت کښې به د آقا د ګاؤنډي جوړيدو حقدار جوړ شو.

آه... خوارانې لوڼه!

اے عاشقانِ رَسُول! لور رحمت دے خو افسوس! د جهالت د زمانے نظاره بيا په معاشره کښې ښکاره شوې ده، بعضې خلق د اسلامي تعليماتو هيرولو په سبب د لور پيدا کيدل بد ګڼي او د بے رحمئ مظاهره کوي. روزانه په لوڼو د کيدونکو ظلمونو خبرونه چاپ کيږي، د لور په پيدائش باندې غمژن کيدل، که څوک مبارکي ورکړي نو هغه ته سپورې ستغې وئيل [دا] خو مَعَاذَ الله! ورځ په ورځ عاميږي. د حيرانتيا خبره ده چې بعضې زنانه هم په زړه ډيرې سختې وي. د لور پيدائش بوج ګڼل، هغه سپيرۀ ګڼل، د کومې زنانه چې صرف لوڼه وي، هغې له پيغورونه ورکول او په هغې پورې خندا کول وغيره په زنانؤ کښې هم وي حالانکه دوئي پخپله هُم د چا لوڼه دي. آه! خوارانې لوڼه! چې لاړې شي نو چرته لاړې شي...!!

اے بےکسوں کے آقا! اب تیری دُہائی ہے