Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم غواړي چې مونږه په جنّت کښې د آقا د ګاؤنډ طلبګار جوړ شو. اوګورئ! هغه اعرابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې څه اوغوښتل، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه هم هغوئي ته عطا کړل خو ورسره ئې د بني اسرائيلو د بوډئ واقعه هم بيان کړه او دا ترغيب ئې هم ورکړو چې کله غواړئ نو هٰغه غواړئ څه چې د بني اسرائيلو بوډئ غوښتلي وو بلکه په يو روايت کښې دي، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَعَجَزْتُمْ اَنْ تَکُوْنُوْا مِثْلَ عَجُوْزِ بَنِیْ اِسْرَائِیْل يعنې آيا تاسو دا نشئ کولے چې د بني اسرائيلو د بوډئ په شان شئ! ([1])

يعنې لکه څنګه چې د بني اسرائيلو بوډئ په جنّت کښې د خپل نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  ګاؤنډ غوښتلے وو، هم دغه شان چې کله د غوښتلو موقع وي نو تاسو هم په جنّت کښې د خپل آقا ګاؤنډ غواړئ!

ایمان پہ دے موت مدینے کی گلی میں            مدفن مِرا محبوب کے قدموں میں بنا دے

اللہ کرم اتنا گنہگار پہ فرما                                                                       جنّت میں پڑوسی مِرے آقا کا بنا دے([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډي جوړوونکي اعمال

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! شيخ عبد الحق محدث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په جنّت کښې د آقا د ګاؤنډي جوړيدو د پاره صرف خواهش کافي نه دے، بنده له پکار دي چې د دې د پاره وسيله هم اختيار کړي يعنې افضل نيکئ او عبادتونه اوکړي او د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قرب هم حاصل کړي. ([3]) د حضرت ربيعه اسلمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په روايت غور اوکړئ! هغوئي چې په جنّت کښې د آقا ګاؤنډ اوغوښتو نو رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان


 

 



[1]... صحیح ابن حبان، كتاب الرقائق، باب الورع والتوکل، ذکر الخبر الدال...الخ، صفحہ:303، حدیث:723۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:112۔

[3]... لَمْعَاتُ التَّنْقِیْح، کتاب الصلاۃ، باب السجود و فضلہ، جلد:3، صفحہ:31، تحت الحدیث:896۔