Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

هغوئي سره په اوچت آواز خبرې مه کوئ * هغوئي ته د تکليف رسولو نه ځان ساتئ *هغوئي په نوم باندې مه رابلئ بلکې په ادب سره يـې مخاطب کوئ *د هغوئي سره په جي، جناب، لَبَّيک وغيره د ادب والا الفاظو او انداز کښې خبرې کوئ، وغيره وغيره. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

مَحفُوظ سَدا رکھنا شہا! بے ادبوں سے                           اور مُجھ سے بھی سَرزَد نہ کبھی بے ادبی ہو([1])

(5): په سنتّو عمل

خوږو او مُحترمو اسلامي وروڼـو! په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګاونډ حاصليدو سبب جوړيدونکے يو نیک عمل  د خوږ آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې عمل عمل کول هُم دي. په حدیثِ پاک کښې دي: رسولِ اکرم، شاہ بنی آدم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرتِ اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ   ته ارشاد اوفرمائيلو: ځويه! که کيدے شي نو خپل سحر او ماښام په داسې حالت کښې کوه چې ستا په زړه کښې د چا کِينه نه وي. بيا يـې اُوفرمائيل: ځويه!  ذٰلِكَ مِنْ سُنَّتِيْ یعنې دا زما سُنَّت دي،  وَمَنْ اَحْيَا سُنَّتِيْ فَقَدْ اَحَبَّنِيْ، وَمَنْ اَحَبَّنِيْ كَانَ مَعِيَ فِي الْجَنَّةِ یعنې چا چې زما سُنَّت ژوندي کړل هغه زما سره مَحبَّت اوکړو او چا چې زما سره مَحبَّت اوکړو هغه به په جَنَّت کښې زما سره وي.([2]) 

حکیم الْاُمَّت مفتي احمد یار خان نعیمي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه د دې فرمانِ مصطفےٰ ” چې ستا په زړه کښې د چا کِينه نه وي“ په وضاحت کولو کښې فرمائي: یعنې د مسلمان ورور له طرفه يـې په دنیاوی امورو کښې زړۀ صفا وي، سینه يـې د کینې نه پاکه وي، نو هله به په هغې کښې د مدينے انوارِ راځي. خړه آئینه او خيرن زړه د عِزَّت قابلِ نه دي. نور


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:315۔

[2]...مشكوة المصابيح، كتاب الايمان، باب الاعتصام ...الخ،  فصل الثانی، جلد:1، صفحہ:55، حدیث:175۔