Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
اوکړو. کله چې زه اوده شوم نو ما خوب اوليدو چې د دوزخ فرښتے ډيرې په بے دردئ سره ما په راښکلو د دوزخ په لور بوځي، په دې کښې ناڅاپه هغه يتيم رامينځ ته شو او اوئې وئيل: دے پريږدئ د پاره د دې چې زه د رَبِّ کريم سره د ده په باره کښې خبرې اوکړم خو هغوئي انکار اوکړو، بيا آواز راغلے: دے پريږدئ! مونږه په دې يتيم باندې د رحم کولو په وجه دے بخښلے دے، بيا راپاڅيدم او د هغې ورځې نه زه د يتيمانانو سره ډير د عزت والا سلوک کووم. ([1])
الله پاک دې زمونږه هم رحمدلي نصيب کړي او [الله پاک دې اوکړي] چې مونږه د يتيمانانو، غريبانانو، بے وَسو پالنه کوونکي او د هغوئي سره خير خواهي کوونکي جوړ شو. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
(4) د مشرانو ادب، په کشرانو باندې شفقت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډي جوړوونکے يو نيک عمل د مشرانو ادب کول هم دے. لکه څنګه چې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت انس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته په نصيحت کولو کښې اوفرمائيل: اے اَنس! د مشرانو ادب او احترام کوه او په ماشومانو باندې شفقت کوه، داسې به په جنّت تۀ زما رفاقت [يعنې ګاونډ] بيامومې. ([2])
مَحفُوظ سَدا رکھنا شہا! بے ادبوں سے
اور مُجھ سے بھی سَرزَد نہ کبھی بے ادبی ہو([3])