Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

د لور په فضيلت باندې 4 حديثونه

(1): د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: لوڼه بدې مه ګڼئ، بے شکه هغه محبت کوونکې دي. ([1])  (2): په يو حديثِ پاک کښې دي: چې د چا لور پيدا شي او هغه هغې ته ضرر اونه رسوي او نه ئې بده اوګڼي نۀ ځوي له په لور باندې فضيلت ورکړي نو الله پاک به هغه کَس جنّت ته داخل کړي. ([2]) (3): د مسلم شريف حديثِ پاک دے: په کوم کَس چې د لوڼو د پالنې بوج پريوځي او هغه د هغوئي سره ښه سلوک اوکړي نو دا لوڼه به د هغه د پاره د دوزخ نه ډال جوړې شي. ([3]) (4): په يو بَل روايت کښې د لوڼو په باره کښې ډير ښکلے تعليم ورکړے شوے دے، د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د بازار نه د خپلو بچو د پاره څه څيز راوړي نو هغه په هغوئي باندې د صدقه کوونکي په شان دے او هغه له پکار دي چې [په څه ورکړه کښې] د لوڼو نه شروع اوکړي ځکه چې څوک لوڼه خوشحاله کړي هغه د الله پاک د ويرې نه د ژړيدونکي په مثال دے او څوک چې د الله پاک د ويرې نه اوژاړي الله پاک په هغه باندې دوزخ حرام کړي. ([4])  

په لوڼو باندې ايثار کوونکې نيکه زنانه

اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زما خوا له يوه مسکينه زنانه راغله، د هغې سره د هغې دوه لوڼه هم وې، ما هغې له درې کجورې ورکړې. (هغې هرې يوې له يوه يوه کجوره ورکړه، بيا) چې کومه کجوره هغې پخپله خوړل غوښتله هغه


 

 



[1]... مسند امام احمد، مسند الشامیین، حدیث عقبۃ بن عامر...الخ، جلد:7، صفحہ:200، حدیث:17837۔

[2]... مستدرك، كتاب البر والصلۃ، باب من كن لہ ثلاث بنات...الخ، جلد:5، صفحہ:248، حدیث:7428۔

[3]... مسلم، كتاب البر والصلۃ والآداب، باب فضل الاحسان الى البنات، صفحہ:1014، حدیث:2629۔

[4]... مكارم الاخلاق، باب العطف على البنات...الخ، جلد:3، صفحہ:303، حدیث:759۔