Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غوښتلو شعور هُم ورکوي

يو ځلې يو اعرابي په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو، د کرم درياب کوم چې هر وخت په جوش کښې وي، هٰغه وخت هم په جوش کښې وو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: سَلْ مَا شِئْتَ یَا اَعْرَابِیُّ! اے اعرابي! چې څه غواړې اوغواړه.

صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان فرمائي: مونږ د هغه په قِسمت باندې رشک کولو (چې څومره لوئي پيشکش ورته  شوے دے)، مونږه سوچ کولو چې اوس به دے جنّت اوغواړي. خو هغه اعرابي عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما سورلئ (مثلاً اوښ، اَس وغيره) پکار دے. اوئې فرمائيل: تا له مې سورلئ درکړله، نور څه اوغواړه. اعرابي عرض اوکړو: د سورلئ سامان (مثلاً کجاوه وغيره) راکړئ! اوئې فرمائيل: دا مې هم درکړله، نور څه اوغواړه...!! عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زادِ راه (يعنې د سفر سامان) هم راکړئ!

صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان فرمائي: مونږ هغه اعرابي ته حيران وو (چې دا څه غواړي، خير!) اعرابي چې څه غوښتلي وو، هغه هر څه ورته ورکړے شول. بيا خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د اعرابي په غوښتلو او د بني اسرائيلو د بوډئ په غوښتلو کښې څومره فرق دے...!! بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بني اسرائيلو د بوډئ واقعه بيان کړله: (د کومې خلاصه چې دا ده چې) کله حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  د بني اسرائيلو سره مِصر ته روان شولو نو د الله پاک د طرف نه حکم اوشو: د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام  جَسَد [بدن] مبارک هم د ځان سره واخلئ!

(د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام  د دنيا نه د رخصتيدو صدئ تيرې شوې وې او هغوئي د دريارئے نيل په مينځ کښې دفن کړے شوي وو، لهٰذا د دومره صدو تيريدو نه پس چا ته هم پته نه وه چې حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام  په کوم ځائے کښې دفن کړے شوے وو، صرف يوې بوډئ ته