Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

ئې دوه ځائے کړه او هغه کجوره ئې هم په خپلو لوڼو اوخوړله. زه په دې واقعه ډيره حيرانه شوم، ما د نبي اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه کښې د هغې زنانه ايثار بيان کړو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک د دې (عمل) په وجه د هغې زنانه د پاره جنّت واجب کړو. ([1])      

(3) د يتيم پالنه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډي جوړوونکے دريم عمل دے: د يتيم پالنه کول. د جنّت تقسيموونکي آقا، محبوبِ خدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عالي شان دے: چا چې د دريو يتيمانانو ماشومانو کفالت اوکړو هغه د شپې د عبادت کوونکي، د ورځې د روژه نيوونکي او سحر او ماښام د الله پاک په لار کښې د جهاد کوونکي په شان دے، زه او هغه به په جنّت کښې داسې يو ځائے يُو لکه دا دوه ګوتې، بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهادت او مينځنئ ګوته يو ځائے کړه. ([2])

د بخاري شريف په حديثِ پاک کښې صرف د يو يتيم په کفالت باندې هم دغه زيرے ورکړے شوے دے. البته! په دې روايت کښې لږ شان فرق دا بيان شوے دے چې کله حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلې شهادت والا او مينځنئ ګوتې سره اشاره اوکړه نو د دواړو ګوتو په مينځ کښې ئې څه فاصله اوساتله. ([3]) 

اللہ کرم اتنا گنہ گار پہ فرما

جنّت   میں   پڑوسی  مِرے   آقا  کا   بنا   دے([4])


 

 



[1]... مسلم، كتاب البر والصلۃ والآداب، باب فضل الاحسان الى البنات، صفحہ:1015، حدیث:2630۔

[2]... ابن ماجہ، کتاب الادب، باب حق الیتیم، صفحہ:593،حدیث: 3680۔

[3]... بخاری، کتاب الطلاق، باب اللعان، صفحہ:1361، حدیث:5304۔

[4]... وسائل بخشش، صفحہ:112۔