Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
اوګورئ! حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوغوښتل، بغير د تذبذب نه ئې اوغوښتل او څه څه ئې اوغوښتل؟ * په ايمان باندې ئې خاتمه اوغوښتله (ځکه چې د چا په ايمان باندې خاتمه اونشي، هغه جنّت ته هډو تللے نشي) * د نيکو توفيق ئې اوغوښتو (ځکه چې جنّت ته داخله د الله پاک په رحمت ميلاويږي خو هلته اوچتې درجے د نيکو اعمالو مطابق ميلاويږي) * د قيامت په ورځ ئې د اعمالو قبوليت اوغوښتو (ځکه چې د چا اعمال قبول نشي، رد کړے شي، هغه به په جنّت کښې اوچته مرتبه څنګه مومي) * بيا ئې په جنّت کښې اوچته مرتبه هم اوغوښتله او د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا هر څه خپل صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته عطا کړل، د دې نه دا معلومه شوه چې مونږه هم د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ايمان، مال، اولاد، عزّت، جنّت هر څه غوښتلے شو، دا غوښتل سُنّتِ صحابه دي. ([1])
جو چاہے ان سے مانگ کہ دونوں جہاں کی خیر
زَرِ ناخریدہ ایک کنیز ان کے گھر کی ہے([2])
وضاحت: د دواړو جهانونو ټول خيرونه د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اختيار کښې داسې ورکړے شوي دي لکه چې دا ټول نعمتونه د هغوئي د کور وينزې دي، لهٰذا چې څه غواړې، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ئې اوغواړه (دلته که دنيا غواړې! هغه به هم ميلاو شي، او که آخرت غواړې! هغه به هم ميلاو شي).
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ چې د بارګاهِ رسالت نه څه غواړو غوښتلے ئې شو او رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې راعطا کوي هم، خو خبره دا ده چې د