Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

سرکار کا در ہے، درِ شاہاں تو نہیں ہے                                      جو مانگ لیا، مانگ لیا، اور بھی کچھ مانگ

سلطانِ مدینہ کی زیارت کی دُعا کر                                                                        جنّت کی طلب چیز ہے کیا اور بھی کچھ مانگ

د آقا ګاؤنډ اوغواړئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يقيناً د دين او دنيا ټول خيرونه مونږ ته د محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت ميلاويږي، آئنده چې هم څه ميلاويږي، [هغه به] هم د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت ميلاويږي، البته مونږ له پکار دي چې په زړه کښې صرف يو ارمان لرو چې: زما په جنّت کښې د آقا [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] ګاؤنډ پکار دے. د دې نه کم څه څيز باندې سمجهوته نه دي کول پکار. مونږ ته د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان نه هم دغه سبق د زدکړې د پاره ميلاو شوے دے. يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اُمِّ عماره رَضِىَ اللهُ عَـنْها ځوي ته مخاطب وو او فرمائيل ئې: الله پاک دې په تاسو ټول کور والؤ باندې برکتونه نازل کړي! ستا د مور مرتبه د فلانکي نه بهتره ده، ستا مرتبه د فلانکي د مرتبے نه بهتره ده. حضرت اُمِّ عماره رَضِىَ اللهُ عَـنْها چې دا خبره واوريدله نو عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږ د پاره دعا اوکړئ چې په جنّت کښې ستاسو ګاؤنډ رانصيب شي. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دعا اوفرمائيله: اَللّٰهُمّ اجْعَلْهُمْ رُفَقَائِي فِي الْجَنّةِ اے الله پاکه! دوئي په جنّت کښې زما ملګري جوړ کړې. د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا دعا ئې چې واوريدله نو حضرت اُمِّ عماره رَضِىَ اللهُ عَـنْها په جوش کښې اووئيل: مَا اُبَالِیْ مَا اَصَابَنِیْ مِنَ الدُّنْیَا اوس چې په دنيا کښې ما ته څه رارسي، زما په دې هيڅ پروا نشته. ([1])


 

 



[1]... كتاب المغازی، غزوۃ احد، جلد:1، صفحہ:238 خلاصۃً۔