Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
د مشرانو ادب او احترام د نجات باعثِ او په جنّت کښې د آخری نبی، مُحَمَّدِ عربی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نزديکت حاصلولو ذريعه ده. لہٰذا مونږ ته پکار دي چې څوک په علم، عمر، عهده او منصب کښې زمونږ نه مشران يا زيات وي، د هغوئي ادب او احترام کوو او زمونږ په مشرانو کښې زمونږ مور پلار، ترۀ، ماما، ترور، مشران وروڼه او خويندې او نور خپلوان، استاذان، پیر و مرشد، علماء و مشائخ وغیرہ ټول شامل دي او څوک چې په عمر او مقام او مرتبه کښې زمونږ نه کشران يا کم وي، هغوئي سره د شفقت او محبت سلوک اوکړو.
په معاشرتی ژوند کښې زمونږه د خپلو مشرانو سره هر وخت واسطه پريوځي، ځکه ضَروری ده چې مونږه په هر لحاظ سره د هغوئي د ادب و احترام خیال ساتو، يو ځل په بارګاہِ رِسالت کښې د حضرت مُحَيِّصَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مَوجُودَګئ کښې حضرت عبد الرحمٰن بن سهل رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په عمر کښې د کشر کيدو باوجود د خبرې کولو کوشش اوکړو نو حضور نبی کریم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته دمشرانو په ادب ښودلو کښې اوفرمائيل: مشر خبرې کولو ته پريږده. ([1])
سُبْحٰنَ الله! دا د ادب تعليم دے چې کله مشران خبرې کوي نو کشر له خاموشه اوسيدل پکار دي. هُم دغسې مونږ له پکار دي چې په هر لحاظ سره د مشرانو ادب کوو. مثلاً * د خوراک کولو په وخت د هغوئي نه مخکښې خوراک مه شروع کوئ *په مجلس کښې د هغوئي نه مخکښې خبرې مه کوئ * د هغوئي نه مخکښې مه ځئ *د