Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

سُبْحٰنَ الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے عمل دے...!! د يتيمانانو پالنه اوکړئ! د هغوئي خيال ساتئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! په جنّت کښې به د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ درنصيب شي. که مونږ لږه شان تَوَجُّه اوکړو نو زمونږ په خاندان کښې، په لرې نزدې خپلوانو کښې، په کلي محله کښې يتيمانان ماشومان عموماً موجود وي، په هغوئي کښې د يو يا که الله پاک وَس درکړے وي نو د دوو، څلورو يا لسو ماشومانو خرچه په خپله ذمه واخلئ! د مياشتې خرچه، پيزار جامې، په اخترونو کښې ورله څه شاپنګ وغيره کوئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! په رزق کښې به مو برکت هم کيږي، ثواب به مو هم کيږي او که الله پاک اوغوښتل نو په جنّت کښې به د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګاؤنډي جوړيدو حقدار هم جوړ شئ.

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت خير خواه دے، هغوئي د يتيمانانو او غريبانانو سره ډير محبت کوي، د هغوئي سره خير خواهي کوي. د الله پاک په فضل سره دعوتِ اسلامي د مَدَني هَوم په نوم باندې يتيم خانے هم جوړوي. په دې مَدَني هَومز کښې به د يتيمانانو پالنه کولے شي، د هغوئي د بهتر تعليم او تربيت اهتمام به کيږي او د هغوئي د پاره به د ښه روزګار اهتمام هم کولے شي. تاسو هم په دې نيک کار کښې د دعوتِ اسلامي ملګرتيا اوکړئ! الله پاک چې څومره وَس درکړے وي، د هغې مطابق د دوو، څلورو، لسو، سلو يا دوو سوو يتيمانانو ماشومانو د مياشتې خرچه په خپله ذمه واخلئ! ستاسو په ورکړے شوي رقم به د يتيمانانو کفالت کيږي، او اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! ستاسو به ثواب کيږي.

د يتيمانانو سره د ښه سلوک برکت

يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه په تير ژوند کښې د شرابو عادت لرونکے او د بد کردار مالک ووم، ما يوه ورځ يو يتيم اوليدو نو د هغه سره مې ډير ښه سلوک اوکړو لکه څنګه چې پلار د خپل ځوي سره کوي بلکه د هغې نه مې هم ورسره ښه سلوک