Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

ہم  مفلس  کیا  مول  چُکائیں  اپنا  ہاتھ  ہی  خالی  ہے([1])

د سجدو کثرت د درجاتو اوچتوالے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک په حُضُور کښې سجده کول ډير د فضيلت والا کار دے. تابعي بزرګ حضرت مَعدَان بن ابو طلحه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي چې زه د صحابئ رسول حضرت ثوبان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره ميلاو شوم ، ما عرض اوکړو: ما ته داسې عمل اوښائيئ کوم چې زه اوکړم نو د هغې په برکت الله پاک ما جنّت ته داخل کړي، يا (ما دا اووئيل چې) ما ته د الله پاک د ټولو نه خوښ عمل اوښائيئ. حضرت ثوبان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خاموشه پاتې شولو. ما بيا پوښتنه اوکړه، هغوئي خاموشه پاتې شولو. ما چې کله په دريم ځل پوښتنه اوکړه نو اوئې فرمائيل: ما د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه په دې باره کښې پوښتنه کړې وه، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي وو، په کثرت سره سجدے کوه ځکه چې تۀ چې کله هم د الله پاک د پاره سجده کوې، الله پاک به ستا يوه درجه اوچتوي او د هغې په بدله کښې به ستا يوه خطا معاف کوي. ([2])

د سجدے اندامونه به د وور نه محفوظ وي

د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: د سجدے د نښې نه علاوه د انسان ټول بدن به وور سوزوي. الله پاک په دوزخ باندې حرام کړي دي چې هغه د سجدے نښې اوسوزوي. ([3])


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ:186۔

[2]... مسلم، کتاب الصلاۃ، باب فضل السجود والحث علیہ، صفحہ:184، حدیث:488۔

[3]... مسلم، كتاب الایمان، باب معرفۃ طریق الرؤیۃ،  صفحہ:87-88، حدیث:182۔