Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
څه کووم؟ که ما ته د جنّت پاک شراب ميلاو شي او که ميلاو نه شي، البته که دا سعادت رانصيب شي چې تاسو د خپلې هم کلامئ شرف راعطا کړئ. که ستاسو د خوږ خوږ، ښکلي ښکلي آواز شهد مې نصيب شي نو بيا د شَکَرو [يعنې د نورو خوږو] وغيره څه ضرورت دے؟
دا د عاشقانو ارمان وي چې د الله پاک په رحمت او د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شفاعت باندې به اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! جنّت خو رانصيب شي، خو کاش! چې په جنّت کښې د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ هم رانصيب شي. مونږ د خپل دې ارمان پوره کولو، د دې عظيم الشانه نعمت د حقدار جوړيدو د پاره څه کولے شو؟ د دې د پاره به مونږ د هٰغه نيکو اعمالو ذِکر اورو، په کومو باندې چې په جنّت کښې د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګاؤنډ زيرے ورکړے شوے دے. د ټولو نه وړومبے راځئ چې يو ايمان تازه کوونکے حديثِ پاک واورو:
په جنّت کښې ما خپل ګاؤنډي جوړ کړئ
حضرت ربيعه اسلمي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، د اَصحابِ صُفَّه نه دے، د رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خادم وو، په سفر او حَضر کښې به ئې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د پاتې کيدو شرف موندلو. هغوئي فرمائي: ما به د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حجرے مبارکې خوا کښې شپه تيروله (د پاره د دې چې که نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د اوداسه د پاره د اوبو يا مسواک وغيره څه څيز حاجت وي نو چې پيش ئې کړم)، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې د شپې به کله رابيدار شو نو دا ئې لوستل: سُبْحٰنَ اللہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْن، سُبْحٰنَ اللہِ وَبِحَمْدِہٖ ([1])
يو ځلې د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوب نه رابيدار شو نو زه د اوداسه