Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
هغه د هغوئي په معامله کښې د الله پاک نه ويريږي او د هغوئي پالنه اوکړي نو هغه کَس به په جنّت کښې زما سره داسې وي. د دې ارشاد فرمائيلو سره نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلو څلورو واړو ګوتو طرف ته اشاره اوفرمائيله. ([1]) په يو روايت کښې د دوو لوڼو ذکر دے چې چا د دوو لوڼو پالنه اوکړه، زه او هغه به په جنّت کښې داسې يو. بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپلو دوو مبارکو ګوتو يو ځائے کولو سره اشاره اوفرمائيله. ([2])
ہر وقت جہاں سے کہ انہیں دیکھ سکوں میں
جنت میں مجھے ایسی جگہ پیارے خدا دے([3])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مرآة الـمناجيح کښې فرمائي: عموماً د ځامنو سره دنيائي اميدونه تړلي وي چې دے به ځلمے شي او زمونږه خدمت به اوکړي، دے به ئې ګټي او په مونږ به ئې خوري، د جينکو نه دا اميد نه وي ځکه د جينکو پالل او په دې باندې صبر کول ثواب دے. جينکئ که لوڼه وي او که خوئيندې وي. ([4]) نور په يو ځائے کښې فرمائي: په خوشحالئ باندې دوه جينکئ پالل که هغه خپلې لوڼه وي او که خوئيندې وي او که يتيمانانې جينکئ، په قيامت کښې د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قرب ذريعه ده او چا ته چې په هٰغه ورځ د حُضُور (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) قرب نصيب شي هغه ته به هر څه ميلاو شي. گر مُحَمَّد کا ساتھ ہو جائے
پھر تو سمجھو نجات ہو جائے([5])