Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi
غټوئ د مجوسيانو مخالفت کوئ! ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکه سُنَّتِ انبياء دي * زمونږ د آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه به هميشه د يو موټي برابر وه * چې د يو موټي نه به غټيدله نو کموله به ئې *د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه په پلن والي کښې داسې وه چې سينه مبارکه به ئې ډکوله. ([2]) * زمونږه آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ګيره خَرئيل او بريت غټول نه خوښول * په بهارِ شريعت کښې دي: ګيره خرئيل يا د يو موټي نه کمول حرام دي. ([3])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَکتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.
سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو
الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.