Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

Book Name:Jannat Mein Aaqa Ka Parosi

غوښتلو هم يوه طريقه وي، انسان له خو چې غوښتل هم ورځي. يقيناً د خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د دين او دنيا هر خير غوښتلے شو خو تاسو پخپله غور اوکړئ چې مدينے منورے ته حاضري وي، بنده د جنګلو مبارکو مخې ته ولاړ وي او وړوکے شان څه څيز اوغواړي، آيا ښه به ښکاري؟ اوګورئ! حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره عظيم نعمت اوغوښتو، عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! په جنّت کښې ستاسو ګاؤنډ غواړم.

په بعضې روايتونو کښې دي: حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سوچ کولو د پاره مهلت اوغوښتو (يعنې هغوئي اوغوښتل چې دومره لوئي پيشکش شوے دے، چرته زه وړوکے شان څيز اونه غواړم، ځکه ئې د سوچ د پاره وخت اوغوښتو)، حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مهلت ورکړلو، بيا د غور او فِکر نه پس هغوئي واپس راغلل او د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار کښې ئې خپل طلب وړاندې کړو، حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړه: اے ربيعه! د دې غوښتلو تاسو ته چا اووئيل؟ عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! چا هم راته نه دي وئيلي، بس ما غور اوکړو چې دنيا خو فاني ده، زر به ختمه شي، بس ما خوښ کړل چې د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه آخرت اوغواړم. ([1])

سُبْحٰنَ الله! د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ارمان او خواهش ته اوګورئ! څومره عظيم دے. شيخ عبد الحق محدِّث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (د حضرت ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عمل مبارک نه دا هم معلومه شوه چې) رښتوني غوښتونکي له پکار دي چې د آخرت هميشه پاتې کيدونکي نعمتونه اوغواړي، خاص طور کامِل ترين نعمت، افضل ترين کمال يعنې په جنّت کښې د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ اوغواړي، د دې د پاره کوشش اوکړي، د دې نه علاوه بل طرف ته نه ګوري. ([2])


 

 



[1]... مسند امام احمد، مسند المدنيين، حديث ربیعۃ بن کعب رَضِیَ اللہُ عنہ ، جلد:6، صفحہ:697 خلاصۃً۔

[2]... لَمْعَاتُ التَّنْقِیْح، کتاب الصلاۃ، باب السجود و فضلہ، جلد:3، صفحہ:31، تحت الحدیث:896۔