Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

واوريدو. د دې آيت مبارک سره يوه غلط فهمي هم کيدے شي چې کومو خلقو د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم زيارت اوکړو، په هغوئي کښې بعضې ډير بدبخته شوي هم دي، لکه يزيد پليد دا د صحابئ رسول ځوي وو، هغه د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم زيارت هم کړے دے نو آيا دے به هم په دې آيت مبارک کښې د بيان کړے شوو فضيلتونو حق دار وي؟ ځکه وضاحت کووم چې داسې نه ده چې هر هغه کَس بخښلے شوے دے چا ته چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم صحبتونه نصيب شوي دي، بلکې په دې آيت مبارک کښې الله پاک دوه شرطونه کيښودې دي، ارشاد يـې اوفرمائيلو:

وَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍۙ- (پارہ:11،اَلْتَّوْبَہ:100)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او نور هٰغه کوم چې نيکئ سره د هغوئي تابعداري کوونکي دي.

د آيت مبارک د دې الفاظو وضاحت کښې مفسرينِ کرام فرمائي: د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم صرف پيروي کول د نجات د پاره کافي نه ده، صرف پيروي خو منافقانو هم کوله، بلکې د هغوئي اِتِّباع د احسان سره پکار ده، د احسان معنیٰ ده: * هغوئي ته ښه وئيل * ښه ګڼل * ښه منل. يعنې * بنده په خُله باندې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم تعريف کوي او * د زړۀ نه يـې ښه ګڼي او مني * او د هغوئي اِتِّباع کوي. احسان په صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کښې او په عامو مسلمانانو کښې فرق اوکړو چې د هغوئي نه رَبِّ کريم مطلقاً راضي دے چې يعنې هغوئي سابق او اَوَّل دي. پاتې شو مونږ خلق نو زمونږ نه به رَبّ په دوو شرطونو راضي کيږي: (1): يو دا چې هغوئي خپل متبوع يعنې پيشوا اومنو او (2): دويم دا چې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم په حق باندې اوګڼو، هغوئي نيکان، متقيان پرهيزګاران اومنو، په هغوئي کښې عيبونه نه راوباسو. سُبْحٰنَ اللہ! د دې نه معلومه شوه چې تر قيامته پورې هُم هغه مسلمانان په حقه دي کوم چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پيروکار او د هغوئي ثناخوانان، د هغوئي ذکرِ خير کوونکي دي، صرف هُم هغه