Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

اعظم پسې شاته شاته جنّت ته داخل شو.

مروں شہا! زیرِ سبز گنبد، ہو مدفن آقا بقیعِ غرقد                                              کرم برائے رسولِ اکرم، اِمامِ اعظم ابوحنیفہ! ([1])

اولياؤ ته اِلـهام کيږي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د کعبې شريفې د ګوټ نه آواز واوريدو، دې ته اِلـهام وئيلے شي. اِلـهام هغه رښتونے عِلم وي کوم چې الله پاک د خپلو بندګانو په زړونو کښې د غيبو نه اچوي او بعضې ځل داسې کيږي چې فرښته د وَلِيُّ الله سره خبرې کوي. ([2]) په قرآنِ کريم کښې دي:

اِنَّ الَّذِیْنَ قَالُوْا رَبُّنَا اللّٰهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوْا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلٰٓىٕكَةُ اَلَّا تَخَافُوْا وَ لَا تَحْزَنُوْا وَ اَبْشِرُوْا بِالْجَنَّةِ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ(۳۰) (پارہ:24، حٰمٓ السَّجْدَۃ:30)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: بيشکه کومو خلقو چې اُووئيل: زمونږه رب الله دے بيا (په دې) ثابت قدمه پاتې شول په هغوئي فرښتے راکوزيږي (او وائي) چې تاسو مه ويريږئ او مه غم کوئ او په هٰغه جَنَّت خوشحاله شئ د کوم به چې تاسو سره وعده کيدله (۳۰)

د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې هٰغه نيکان مسلمانان څوک چې ايمان راوړي، په دې باندې استقامت اختيار کړي او د دې تقاضې پوره کړي، په هغوئي باندې فرښتې نازليږي، هغوئي ته زيري اوروي. علمائے کرامو د دې آيت نه د اوليائے کرامو اِلـهام ثابت کړے دے. ([3])


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:574۔

[2]... الیواقیت و الجواہر، المبحث السادس و الاربعون فی بیان وحی ...الخ، صفحہ:342 خلاصۃً۔

[3]... الیواقیت و الجواہر، المبحث السادس و الاربعون فی بیان وحی ...الخ، صفحہ:344 خلاصۃً۔