Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

د شَعبَانُ الـمُعَظَّم يو څو عبادتونه

الله پاک دې مونږ ته په کثرت سره د عبادت کولو توفيق راعطا کړي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شَعبَانُ الـمُعَظَّم تشريف راوړے دے او مونږ د دې په برکتي ساعتونو کښې د ساه اخستو سعادت حاصلوو. شَعبَانُ الـمُعَظَّم ډيره د عظمت والا مياشت ده، په دې کښې خير او برکت راوريږي. طَيَّب او طاهِر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: شَعْبَانُ الْمُطَہِّرُ وَرَمَضَانُ الْمُکَفِّرُ شعبان پاکوونکې ده او رمضان کفاره ده. ([1])

په دې مبارکه مياشت کښې د ډير ډير عبادت کوشش اوکړئ. د شَعبَانُ الـمُعَظَّم څلور ډير اهم عبادتونه دي، که زيات نه وي نو چې کم از کم مونږه د دې څلورو عبادتونو معمول جوړ کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي.

(1): د دُرُود شريف کثرت

 خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! شَعبَانُ الـمُعَظَّم زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مياشت ده. په حديثِ پاک کښې دي: شَہْرُ رَمَضَانَ شَہْرُ اللہِ وَ شَہْرُ شَعْبَانَ شَہْرِی رمضان د الله مياشت ده او شعبان زما مياشت ده. ([2]) دا د آقا صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم مياشت ده، ځکه په دې کښې د دُرُودِ پاک خاص طور کثرت کول پکار دي. سرکارِ غوثِ اعظم، شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هو شَہْرُ الصَّلَاۃِ عَلَی النَّبِیِّ يعنې شعبان په جانِ جانان جانِ ايمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د دُرُود لوستلو مياشت ده. ([3])

 لہٰذا په دې مبارکه مياشت کښې د دُرُودِ پاک کثرت اوکړئ! په حديثِ پاک کښې


 

 



[1]... جامع صغیر، صفحہ:301، حدیث:4903۔

[2]... جامع صغیر، صفحہ:301، حدیث:4903۔

[3]... غنیۃ طالبی، مجلس فی فضل شہر شعبان، جلد:1، صفحہ:342۔