Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

دې آيت مبارک خلاصه بيانولو کښې ليکي: يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو په صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کښې راتلوني مهاجرين او اَنصار او هٰغه خلق کوم چې په نيکو کښې د هغوئي پيروي اوکړي (مثلاً تابعينِ کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم) د هغوئي شان دا دے چې الله پاک د هغوئي نه راضي شو او هغوئي د الله پاک نه راضي شول (چې الله پاک هغوئي په غريبئ، مالدارئ، صحت، بيمارئ وغيره په کوم حال کښې ساتي، هغوئي د هغه نه راضي دي، چرې هم د څه څيز شکايت نه کوي) الله پاک د هغوئي د پاره داسې جنتونه تيار کړي دي، د کومو د لاندې چې وَلې [يعنې نِهرونه] بهيږي، هغوئي به په هٰغه جنتونو کښې هميشه هميشه اوسيږي، دا نعمتونه ميلاويدل هُم ډيره لويه کاميابي ده. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د نيکانو صالِحانو تابعينو...!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه امام اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم داسې دے، هغوئي د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم بهترينه پيروي اوکړه، د هغوئي نه يـې عِلمِ دِين زده کړو، د هغوئي په نقشِ سِيرت باندې تللو، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه يـې راهنمائي حاصله کړه او ټول ژوند يـې په عبادت او رياضت او د دِين په خدمت کښې تير کړو، هميشه د الله پاک نه راضي اوسيدو، کله هُم په هيڅ حالت هغوئي څه ګيله نه وه کړې، بس د رحمان او رحيم رَبّ د رضا طلبګار اوسيدو، لہٰذا اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! الله پاک د هغوئي نه راضي دے او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغوئي جنّتي دے بلکې که الله پاک اوغوښتل نو د هغوئي په وسيله به مونږه ګنهګاران هم اوبخښلے شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

يو اَهَم وضاحت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه اوس د يولسمې سيپارې، سورۀ توبه آيت: 100


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:11، التوبہ، زیرِ آیت:100، جلد:11، صفحہ:28 بتغیر قلیل۔