Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

نيک سلوک کوونکو سره به په آخرت کښې نيک سلوک کولے شي. ([1])

یاالٰہی! رشتے داروں سے کروں حُسنِ سُلُوک

قَطْعِ رِحْمی سے بچوں اِس میں کروں نہ بھول چُوک

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ټوله شپه عبادت

علّامه اِبنِ حجر هَيتَمِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټوله شپه عبادت کول او تَهَجُّد کول په تواتر [يعني پرله پسې] ثابت دي او هم دغه وجه ده چې په کثرت سره د قيام په وجه به هغوئي ته اَلوَتَد يعنې ميخ وئيلے شو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به تر ديرشو کالو پورې په يو رکعت کښې پوره قرآن لوستلو او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تر څلويښتو کالو پورې د ماسخُتن په اوداسه باندې د سحر نـمونځ ادا کړو. ([2])* يو ځل د حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مخکښې يو کَس د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه غيبت اوکړو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: په تا باندې افسوس دے چې تۀ د داسې کَس غيبت کوې چا چې تر 45 کالو پورې په يو اودس پينځه واړه نـمونځونه ادا کړي دي او په يو رکعت کښې به يـې د قرآنِ پاک ختم فرمائيلو او زما سره چې د فقهې کوم عِلم دے، هغه ټول ما د هغوئي نه حاصل کړے دے. ([3]) * هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ټوله شپه په يو رکعت کښې قرآن شريف لوستلو او د الله پاک د ويرې نه به يـې دومره ژړل چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ګاؤنډيانو په زړنو کښې به هم په هغوئي باندې رحم راتللو.  ([4])


 

 



[1]... مستدرک، کتاب العلم، المعروف الی الناس...الخ، جلد:1، صفحہ:330، حدیث:437۔

[2]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع عشر، صفحہ:50 ملتقطًا۔

[3]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع عشر، صفحہ:50۔

[4]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع عشر، صفحہ:50۔