Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

شافعی مالک احمد امامِ حَنیف                                                                                           چار باغِ امامت پہ لاکھوں سلام([1])

 

وضاحت: د فقه په څلورو واړو آئِمه کرامو: (1): امام شافعي (2): عالمِ مدینه امام مالک (3): امام احمد بن حنبل او (4): اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ، د امامت په دې څلور واړو باغونو باندې دې د درود او سلام خوشبو خوروونکي ګلونه قربان وي.

د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه علمي شان

حضرت اَزهَر بن کيسان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما بخت رابيدار شو، ما ته په خوب کښې د نبيانو د نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، شخينِ کريمين يعنې حضرت ابو بکر او حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما هم ورسره وو، ما د حضرت ابو بکر او حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما په خدمت کښې عرض اوکړو: زه د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه څه پوښتنه کول غواړم؟ اوئې فرمائيل: پوښتنه اوکړه خو آواز ټِيټ ساته. ما په اَدَب سره په بارګاهِ رسالت کښې عرض اوکړو: (يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !) د ابو حنيفه د عِلم په باره کښې څه ارشاد دے؟ اوئې فرمائيل: ہٰذَا عِلْمٌ اِنْفَتَحِ مِنْ عِلْمِ خِضْر يعنې د ابو حنيفه عِلم هغه دے کوم چې د حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام  د عِلم نه راوتے دے. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د اِمام، اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ...!! د حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام  عِلم څنګه دے؟ دا هُم واورئ! الله پاک فرمائي:

وَ عَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا(۶۵) (پارہ:15، اَلْکَہْف:65)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او هغه ته مو خپل عِلمِ لُدُني عطا کړو.


 

 



[1]...حدائق بخشش، صفحہ:314۔

[2]... الخیرات الحسان، الفصل السادس و الثلاثون، صفحہ:96 ملتقطًا۔