Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

د دښمن د پاره يـې دُعا اوفرمائيله

يو ځل چا حسد کوونکي اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ډيرې رَدې بَدې اووئيلې، خراب کنځل يـې اوکړل او ګمراه بلکې مَعَاذَ الله! زنديق يـې ورته اووئيلو. اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په جواب کښې ارشاد اوفرمائيلو: الله پاک دې تاسو معاف کړي، الله پاک ته پته ده چې تاسو زما په باره کښې څه وايئ زه داسې نه يم. د دومره فرمائيلو نه پس د هغوئي زړۀ راډک شو او د سترګو نه يـې اوښکې روانې شوې او اوئې فرمائيل: زه د الله پاک نه طمع لرم چې هغه ما ته معافي عطا کړي. آه! ما د عذاب ويره ژړوي. د عذاب خيال يـې چې راغلے نو فرياد يـې زيات شو او په ژړا ژړا بے هوشه شو او زمکې له يـې تشريف يوړلو. چې کله په هوش کښې راغلو نو دُعا يـې اوفرمائيله: يا الله پاکه! چا چې زما بد بيان کړل هغه معاف کړې. ([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تاسو اوکتل د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښه سلوک چې د بدو ردو ويوونکي او د خرابو کنځلو کوونکي سره يـې هم د ښه سلوک مظاهره اوکړه. اے کاش! چې مونږ هم د خپل امام په نقشِ قدم باندې د تللو کوشش اوکړو او څوک چې مونږ ته ردې بدې اووائي هغه معاف کړو.

د ښه سلوک فضيلتونه

(1): په حديثِ پاک کښې دي: د نزدې خپلوانو سره ښه سلوک کول مال زياتوي، په خپل مينځ کښې محبت زياتوي او د عمر زياتيدو ذريعه ده. ([2]) (2): په يو روايت کښې دي: د خلقو سره نيکي کول د بد مرګ او آفتونو نه بچ کول کوي. بے شکه په دنيا کښې د


 

 



[1]... الخیرات الحسان، الفصل السادس عشر، صفحہ:55۔

[2]... معجمِ اوسط، جلد:6، صفحہ:11، صفحہ:7810۔