Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي. راځئ! د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * په اَدب به کښينم * ښه په توجُّه به بيان اورم * څه چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د حنفيانو د پاره عظيم الشان زيرے

د کروړونو حنفيانو امام، اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل ژوند مبارک کښې 55 حجونه کړي وو، چې کله هغوئي په آخري ځل د حج سعادت حاصل کړو نو د هغوئي په خواهش د کعبې خادمانو د کعبې شريفې دروازه برسيره کړه، هغوئي په عاجزئ سره دننه لاړلو او د کعبې شريفې د دوو ستنو ترمينځه اودريدو او په دوو رکعتونو کښې يـې ټول قرآنِ پاک ختم کړو. د نـمونځ او تلاوت نه چې فارغ شو نو هغوئي تر څه وخته پورې په ژړا ژړا د الله پاک په بارګاه کښې دعاګانې اوکړې، هغوئي لا په دعا کښې مشغول وو چې د کعبې شريفې د يو ګوټ نه آواز راغے، تا په ښه طريقه زمونږه معرفت (يعنې پيژندګلو) حاصله کړه او په خلوص سره دې عبادت اوکړو، مونږ ته اوبخښلې او تر قيامته پورې چې څوک ستا په مذهب وي (يعنې ستا تقليد کوي) هغه مې هم اوبخښل. ([1])

اے د اِمامِ اعظم عاشقانو!  اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه څومره خوش قِسمته يو چې د حضرت اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لـمن مو نيولې ده، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې کرم د لـمن په وسيله به په قبر او حشر کښې، د قيامت په ورځ، په پل صراط باندې ضرور کرم کيږي او که الله پاک اوغوښتل نو د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شفاعت سره به په اِمامِ


 

 



[1]... رد المحتار علی الدر المختار، مطلب: یجوز تقلید المفضول مع وجود الافضل، جلد:1، صفحہ:126 ملتقطًا۔