Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

کولو هم نه شرميږي، بس مسلسل خبرې کوي * کله د خوئيندو وروڼو غيبت * کله د دوستانو غيبت * کله د ګاونډيانو غيبت * کله ځان سره د کار کوونکو غيبت * هُم دغه شان چغليانې هُم کوي * په خلقو باندې تورونه لګوي او په خوند خوند د هغوئي خبرې اوريدونکي * د هغوئي په ګناهونو کښې برابر شريکيدونکي، د هغوئي د ګناهونو نه دا ډکې خبرې اوري او دا ګڼي چې: واه! څومره هوښيار او د خلقو د طبيعت نه خبردار کس دے، د خلقو د رګ رګ نه خبر دے...!!

آه! د خلقو د رګ رګ نه خبر دے که نه، البته داسې کَس د شيطاني چلونو نه هيڅکله خبر نه دے، که د نفس او د شيطان د تباهئ نه خبر وے نو داسې غيبتونه، چغليانې او تورونه به يـې هيڅکله هم نه لګول. يقيناً په اصل کښې عقلمند، په اصل کښې هوښيار چالاکه هُم هغه دے څوک چې نفس او شيطان له شکست ورکړي او د ګناهونو نه ځان بچ ساتي.

د غيبت په باره کښې دوه حديثونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يقين اوکړئ! غيبت، چغلي، الزامونه لګول، دروغ وغيره دا ډير زيات د تباهئ او بربادئ والا ګناهونه دي، مونږ له د دې نه هر وخت ځان ساتل پکار دي. (1): زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څلور قِسمه دوزخيان کوم چې به په حَمِيم او جَحِيم (يعنې د خوټکيدلو اوبو او وور) ترمينځه منډې وهي او وَيل و ثُبُور (يعنې هلاکت) به غواړي. په هغوئي کښې به يو کَس هغه وي کوم چې به خپلې غوښې خوري. دوزخيان به وائي: په دې بد بخته باندې څه اوشو زمونږه تکليف زياتوي؟ وبه وئيلے شي: دې بد بخته به د خلقو غوښې