Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو مُبارَک عادتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه واوريدل چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت مُسَدّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په خوب کښې تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل چې د ابو حنيفه نه عِلم هُم زده کړه او د هغوئي په سيرت، د هغوئي په کردار او د هغوئي په عادتونو کښې د هغوئي پيروي هم کوه ځکه چې ابو حنيفه ډير ښه انسان دے. راځئ چې مونږه د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو څو پاکو عادتونو او ښکلي ښکلي سيرت په باره کښې يو څو خبرې واورو او په دې نِيّت يـې واورو چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې خبرو اختيارولو او د ښه انسان جوړيدو کوشش به کوو.

د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک عادتونه

د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص شاګرد امام ابو يوسُف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (1): اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د حرامو کارونو نه هميشه ځان ساتلو (2): د عِلمِ دِين نه علاوه د نورو خبرو کولو نه به ويريدلو (3): ډيره زياته مجاهده به يـې کوله (يعنې د نيکو کارونو ډير کوشش به يـې کولو) (4): د دُنيادارو به يـې د هغوئي په مخکښې تعريف نه کولو (5):اکثر به خاموش اوسيدو (6): په ديني مسئلو کښې به يـې غور او فِکر کولو (7):ډير ساده او نرم طبعيت والا وو (8): د هغوئي نه چې به چا پوښتنه کوله نو د قرآن او حديث نه به يـې د هغې جواب لټولو (9): په طبيعت مبارک کښې يـې لالچ نه وو (10): او د چا چې به هُم ذِکر کيدو، د خير نه علاوه به يـې هيڅ هم نه فرمائيل. ([1])


 

 



[1]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع و العشرون، صفحہ:82 ملتقطًا۔