Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

شوه. يوه ورځ داسې اوشول چې اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چرته تشريف وړلو، مخامخ يـې هغه کَس اوليدو. څنګه چې هغه هغوئي ته اوکتل نو ويريدو او لاره يـې بدله کړه. بيا چې کومې کوڅې ته هغه داخل شوے وو، هغه د بَل اړخ نه بنده وه. اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ورپسې وروستو تشريف يوړلو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: زه چې دې اوليدم نو ولې ويريدلې؟ عرض يـې اوکړو: ما باندې ستاسو قرض دے، د وعدې موده تيره شوې ده، زه ويريدم چې تاسو به قرض اوغواړئ، زه يـې اوس نشم درکولے، ځکه زه ويريدم او لاره مې بدله کړه. دا يـې چې واوريدل نو سخي امام، اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: آيا لس زره هم څه داسې څيز دے چې د دې د پاره د چا مسلمان زړۀ پريشانه کړے شي، ځه! ما تا ته لس زره معاف کړې. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

تنګ لاسي له د مهلت ورکولو فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تاسو د اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سخاوت او ښه سُلوک په باره کښې واوريدل چې هغوئي يو خو ښه سلوک اوکړو چې هغه له يـې قرض ورکړو او کله چې هغه قرض اخستونکي قرض ورنکړے شو، هغوئي ته د رامخې کيدو نه هم ويريدو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل ټول مال کوم چې يـې د قرض په طور ورکړے وو، ورته معاف يـې کړو. يقيناً دا ډيره لويه قرباني ده، د دې اجر او ثواب هم زيات دے. په حديثِ پاک کښې دي: چا چې لاس تنګي له مهلت ورکړو يا يـې د هغه په قرض کښې کمے راوستو الله پاک به هغه د دوزخ د ګرموالي نه بچ کړي. ([2])


 

 



[1]... الخیرات الحسان، الفصل السابع عشر، صفحہ:57 ماخوذًا۔

[2]... مسندِ امام احمد، جلد:2، صفحہ:332، حدیث:3071 ملتقطًا۔