Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

سنتو او نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او  په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! په دنيا او آخرت کښې به بے شميره برکتونه درنصيب شي. د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې  يو ديني کار: درس هم دے.

* عِلمِ دِين زده کول د مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سنت دے: * زمونږ خوږ نبي، مکي مدني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عِلمِ دِين ښودلو او * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به زده کولو ([1]) * د لويو لويو اوليائے کرامو او  د اُمت د علمائے کرامو هم دغه معمول دے.  

* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې نيک کار کولو سعادت حاصلوي * په خپلو خپلو کورونو کښې، په جماتونو کښې، په بازارونو او چوکونو وغيره کښې درس ورکوي او ثوابونه ګټي * تاسو هم په دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درنصيب کيږي * په نيک صحبت کښې به پاتې کيدل درنصيب کيږي * که د کور نه په درس کښې د شرکت کولو په نيت سره روان شئ نو د عِلمِ دِين په لاره کښې د تللو ثواب به درته ميلاويږي * اِنْ شَآءَ اللهُ الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې په درياب کښې مهيان [کبان] به هم ستاسو د پاره دعاګانې کوي او څه پته چې د درس کومه خبره زمونږ په زړه باندې اثر اوکړي او په ژوند کښې مو انقلاب راولي.

د هوټل ښکلا جوړيدونکے ځلمے

د حيدر آباد، سندھ اوسيدونکے يو اسلامي ورور خپله واقعه څه داسې بيانوي: زه په ګناهونو کښې داسې اخته ووم چې زما سره د خپل ژوند د قيمتي وختونو د برباديدو هډو فِکر نه وو، د معمول مطابق هٰغه ورځ هم زه په هوټل کښې موجود ووم او


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:239۔