Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

په وحي او اِلـهام کښې فرق

ياد ساتئ! وحي هٰغه وي کومه چې انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته راځي او اِلـهام هغه وي کوم چې اوليائے کرامو ته کيږي، په دې کښې په ډير قِسمه فرق دے. (1): په وحي کښې شرعي احکام هم بيانيږي، خو اِلـهام کوم چې اوليائے کرامو ته کيږي، په دې کښې شرعي احکام نه وي، صرف زيري وي يا بيا دوئي ته څه غيبي خبره کولے شي يا بعضې ځل چې اوليائے کرامو ته په څه قرآني آيت يا حديث شريف وغيره پوهيدو کښې مشکل پيښ شي نو هغوئي د اِلـهام په ذريعه پوهه کړے شي. (2): نبي عَلَیْهِ السَّلَام  وحي راوړونکې فرښته ويني خو وَلِيُّ الله اِلـهام کوونکې فرښته نه ويني صرف غيبي آواز اوري يا د عِلم خبره د هغوئي په زړۀ کښې اچولے شي. (3): وحي شرعاً دليل وي خو اِلـهام د دغې درجې دليل نه دے. ([1]) مثلاً صحابه کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته په قرآنِ پاک کښې جنّتي فرمائيلے شوي دي، لہٰذا صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم يقيني جنتيان دي خو مونږه اوس روايت واوريدو چې د اِمام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقليد کوونکو د پاره د اِلـهام په ذريعه د بخښنې زيرے ورکړے شو، د دې نه دا نشي وئيلے چې څوک هم حنفي دے هغه يقيني جنّتي دے، آؤ! د دې اِلـهام په وجه د الله پاک د رحمت نه پخه طمع ساتلے شي چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! چې څوک د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لـمن اونيسي، رَبِّ کائنات به په خپل کرم سره هغه اوبخښي.

ياد ساتئ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو آخري نبي دے، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس به تر قيامته پورې هيڅ نوے نبي نه راځي، نه به چا ته د نبوت والا وحي راځي.


 

 



[1]... الیواقیت و الجواہر، المبحث السادس و الاربعون فی بیان وحی ...الخ، صفحہ:342-344 خلاصۃً۔