Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

   څلور واړه اَئِمه برحق دي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عِلمِ فقه (يعنې د ديني حکمونو او مسئلو) څلور امامان دي (1):اِمامِ اعظم (2): امامِ مالِک (3): امام احمد بن حنبل او (4): امام شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم. د دوئي په خپل مينځ کښې په دِيني احکامو کښې اختلافات ضرور دے، البته د ټولو عقيدې بالکل صحيح وې، ټول سُنّيان، صحيح العقيده، رښتوني عاشقانِ رسول وو، د دې ټولو په باره کښې په حديثونو کښې زيري راغلي دي، مثلاً رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: يوه زمانه به راشي، خلق به عِلم لټوي خو د عالِـمِ مدينه نه زيات عِلم والا به دوئي ته څوک نه ميلاويږي. ([1]) په دې حديثِ پاک کښې د عالِـمِ مدينه نه مُراد امامِ مالِک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. ([2]) په يو حديثِ پاک کښې يـې فرمائيلي دي: د قريشو يو عالِم به زمکه د عِلمِ دين نه ډکه کړي. ([3]) په دې حديثِ پاک کښې د قريشو د عالِم نه مُراد امامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. ([4]) هم دغه شان په يو حديثِ پاک کښې دي: که عِلم په ثُرَيّا (ستوري) باندې هم وي نو د فارِس خلق به دا حاصل کړي. ([5]) محدِّثِينِ کرام فرمائي: په دې حديث شريف کښې د فارسي خلقو نه اِمامِ اعظم اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُراد دے. ([6])

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښکلي وئيلي دي:


 

 



[1]... ترمذی، بواب العلم، باب ما جاء فی عالم المدینہ، صفحہ:631، حدیث:2680 بتغیر قلیل۔

[2]... تبیض الصحیفہ بمناقب ابی حنیفہ، ذکر تبشیر النبی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بہ، صفحہ:31 بتغیر قلیل۔

[3]... حلیۃ الاولیاء، جلد:6، صفحہ:322، حدیث:8787 ملتقطًا۔

[4]... تبیض الصحیفہ بمناقب ابی حنیفہ، ذکر تبشیر النبی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بہ، صفحہ:32 بتغیر قلیل۔

[5]... حلیۃ الاولیاء، جلد:6، صفحہ:64، حدیث:7801۔

[6]... تبیض الصحیفہ بمناقب ابی حنیفہ، ذکر تبشیر النبی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بہ، صفحہ:32 بتغیر قلیل۔