Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

د هر نـمونځ نه پس دُعا کوئ!

علّامه خطيب تبريزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: آئمهِ زُهد (يعنې د تصوف او طريقت امامان) فرمائي: په اهلِ اِسلام باندې لازم دي چې د خپلو نـمونځونو نه پس د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پاره دُعاګانې کوي ځکه چې اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم هٰغه عظيمه هستي ده چا چې د اُمَّت خير خواهي کړې ده او د سُنّت او د عِلمِ فقه حفاظت يـې فرمائيلے دے. ([1])

اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه امام، اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي دے يعنې هغوئي * د حضرت انس بن مالِک * حضرت عبد الله زُبيدي * حضرت جابِر بن عبد الله * حضرت مَعقَل بن يَسَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم وغيره صحابۀ کرامو زيارت هم کړے دے او په هغوئي کښې يـې د يو څو نه حديثونه هم اوريدلي دي. ([2]) او د تابعي څومره ښکلے شان دے؟ قرآني آيت واورئ! الله پاک فرمائي:

وَ السّٰبِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ مِنَ الْمُهٰجِرِیْنَ وَ الْاَنْصَارِ وَ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍۙ-رَّضِیَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوْا عَنْهُ وَ اَعَدَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ تَحْتَهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًاؕ-ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ(۱۰۰) (پارہ:11،اَلْتَّوْبَہ:100) [مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او نور هٰغه کوم چې نيکئ سره د هغوئي تابعداري کوونکي دي د هغوئي ټولو نه الله راضي شو او هغوئي د الله نه راضي دي او هغه د هغوئي د پاره باغونه تيار کړي دي د کومو لاندې چې نهرونه بهيږي هميشه هميشه به په هغې کښې اوسيږي، هُم دا لويه کاميابي ده (۱۰۰)

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د


 

 



[1]... الخیرات الحسان، الفصل الثالث عشر، صفحہ:46۔

[2]... تبیض الصحیفہ بمناقب ابی حنیفہ، ذکر من ادرکہ من الصحابہ، صفحہ:33 ملتقطًا۔