Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

(3): نفل روژې

د شَعبَانُ الـمُعَظَّم دريم اهم عبادت نفل روژې دي. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس د ټولو نه زياتې روژې نيول په شَعبَانُ الـمُعَظَّم کښې خوښولې. د مسلمانانو خوږه مور جانه، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما د شعبان نه زيات په بَله مياشت کښې په روژو نيولو نه دے ليدلے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د يو څو ورځو نه علاوه ټوله مياشت روژې نيولې.([1]) يو ځل د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې پوښتنه اوشوه: د رمضان نه پس کومې روژې افضل دي؟ اوئې فرمائيل: د رمضان د تعظيم د پاره د شعبان روژې نيول. ([2])

 د نفلي روژو مختصر فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په حديثونو مبارکو کښې د نفلي روژو ډير فضيلتونه بيان شوي دي. درې روايتونه بيانووم: (1): چا چې د ثواب د اُمّيد لرلو سره يوه نفلي روژه اونيوله الله پاک به هغه د دوزخ نه د څلويښتو [40] کالو (په فاصله) لرې کړي.([3]) (2):که چا يوه ورځ نفلي روژه اونيوله او د ټولې زمکې سره زر هغه له ورکړے شي نو بيا به هم د دې ثواب پوره نه شي د دې ثواب خو به د قيامت په ورځ ميلاويږي. ([4]) (3):چا چې يوه ورځ نفلي روژه اونيوله الله پاک به هغه د دوزخ نه دومره لرې کړي څومره چې د زمکې او آسمان ترمينځه فاصله ده. ([5])


 

 



[1]... ترمذی، کتاب:الصوم، باب:ماجاء فی وصال شعبان برمضان، صفحہ:206، حدیث:736۔

[2]... ترمذی، کتاب: زکوٰۃ، باب: فضیلتِ صدقہ، صفحہ:189، حدیث:663۔

[3]... کنز العمال، جز:8، جلد:8، صفحہ:255، حدیث:24148۔

[4]... مسند ابی یعلی، مسند ابو ہریرہ، جلد:4، صفحہ:459، حدیث:6123۔

[5]... معجم کبیر، جلد:7، صفحہ:49، حدیث:13742۔