Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نائب دے، د اُمَّت د پاره روښانه نـمر دے، ډير ماهر مفتي او عالِمِ دِين دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اِمامِ اعظم حُليه مبارکه

اے د اِمامِ اعظم عاشقانو! زمونږه امام، اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه * ښکلې مخ والا وو *قد مبارک يـې درميانه وو * هغوئي ډير عقلمند وو، د هغوئي د چال ډهال او عادتونو او انداز نه عقلمندي ظاهريدله * جامې مبارکې به يـې صفا سوتره ساتلې * ډير کَرم فرمائيلو والا وو * د خپلو مسلمانانو وروڼو مدد به يـې فرمائيلو * ډير لوئي عابِد *زاهِد (يعنې د دُنيا نه بے رغبتي لرونکے) * د الله پاک معرفت لرونکے * د الله پاک نه ډير ويريدونکے * هميشه د الله پاک رضا لټوونکے وو. ([1])

  د نعمان نوم وضاحت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه د امام اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک نوم نعمان دے. علمائے کرامو د دې نوم درې معنې او د دې حکمتونه بيان فرمائيلي دي. علّامه اِبنِ حجر هَيتَمِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (1): نعمان وينې ته وئيلے شي او وينه د الله پاک هغه نعمت دے په کومې چې ژوند قائم دے. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل نوم مطابق هغه عظيمُ الشانه هستي ده چې د هغوئي په له وجهې تر قيامته پورې عِلمِ فقه (يعنې د اِسلامي حکمونو او مسئلو عِلم) قائم دے. (2): يو د سور رنګ خوشبودار بوټے وي، هغې ته هم نعمان وئيلے شي. ([2]) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دې معنې نظاره هم د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شخصيت


 

 



[1]... تاریخِ بغداد، جلد:13، صفحہ:331-339 ملتقطًا۔

[2]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع، صفحہ:31۔