Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

د غيبت نه به لرې اوسيدو

د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو پاک صفت دا هُم وو چې هغوئي به د چا غيبت نه کولو، تر دې پورې چې هغوئي د خپل دښمن هُم چرې غيبت نه دے کړے. يو ځل حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اووئيل: امام ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د غيبت نه ځان څومره ساتلو...!! ما اوريدلي دي چې هغوئي به د خپل دښمن غيبت هم نه کولو. حضرت سُفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اووئيل: په الله پاک مې دې قَسم وي! اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات عقل مند وو، بيا هغوئي داسې څنګه کولے شو چې خپلې بيش بها نيکئ يـې د غيبت په ذريعه ضائع کړے وے. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے کردار دے...!! لږ تصور خو اوکړئ! اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کله د خپل دښمن غيبت هُم نه وو کړے، اَللہُ اَکْبَر! څومره عظيمه تقویٰ دہ. بيا غور اوکړئ! هغوئي به غيبت ولې نه کولو؟ ځکه چې هغوئي عقلمند وو، هغوئي ته معلومه وه چې نيکئ کول آسان کار نه دے، د نيکئ کولو د پاره نفس او شيطان قابو کول وي، خواهشونه پريښودل وي، خوب قربانول وي، په داسې مشکله باندې ګټلے شوې نيکئ انسان د غيبت په يو څو جملو ضائع کړي؟ دا د کوم ځائے عقلمندي ده، ځکه به هغوئي د غيبت نه ځان ساتلو.

آه! نن سبا ماحول ډير اُلټا پلټا دے، زمونږه په معاشره کښې خو چې څوک ډير غيبتونه کولو والا وي، هغه ډير هوښيار ګڼلے شي * بعضې خلق چې په دُکان کښې کښيني نو غيبت * که په کور کښې کښيني نو غيبت * که دوستانو سره کښيني نو غيبت * افسوس! نن سبا خو داسې ماحول دے چې خلق د خپل مور پلار په غيبت


 

 



[1]... تبیض الصحیفہ بمناقب ابی حنیفہ، ذکر نبذ من اخبارہ و مناقبہ، صفحہ:110۔