Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

معلومه شوه چې د حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام  عِلم، عِلمِ لَدُنِّي (يعنې د الله پاک د طرف نه عطا کړے شوے خاص عِلم) دے، اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته هم د دې عِلم نه حصه ميلاؤ شوې ده، لہٰذا د هغوئي عِلم هُم عِلمِ لَدُنِّي دے.

سِراج تو ہے بغیر تیرے جو کوئی سمجھے حدیث و قرآں

پھرے بھٹکتا نہ پائے رستہ اِمامِ اعظم ابو حنیفہ([1])

وضاحت: د الله پاک د جناب نه تاسو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته داسې عِلم ميلاؤ شوے دے د کوم په وجه چې تاسو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آسمانِ عِلم ځليدونکے ستورے يئ، ستاسو د رڼا نه بغير چې څوک په قرآن او حديث باندې د پوهيدو کوشش کوي هغه به بے لارې شي او داسې به بے لارې شي چې هډو لار به نه مومي.

ابو حنيفه څومره ښه انسان دے...!!

حضرت مُسَدَّد بن عبد الرحمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما به په خلقو کښې د ټولو نه زيات امام ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بد ګڼلو، يوه ورځ په ما باندې کَرم اوشو، زما په خوب کښې محبوبِ رحمان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړو، ما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د کوفې يو کَس چې هغه ته نعمان بن ثابِت وائي، د هغه په باره کښې څه حکم دے؟ زه د هغه نه عِلم زده کړم؟ اوئې فرمائيل: د هغه نه عِلم هم زده کړه او د هغه د اعمالو (يعنې سيرت او کردار) پيروي هم کوه! نور يـې اوفرمائيل: فَنِعْمَ الرَّجُلُ ہُوَ يعنې ابو حنيفه څومره ښه انسان دے...!! حضرت مُسَدَّد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه چې رابيدار شوم نو ما د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بد ګڼلو نه توبه کړه. ([2])


 

 



[1]... دیوان سالک، صفحہ:96۔

[2]... الخیرات الحسان، الفصل السادس و الثلاثون، صفحہ:97 ملتقطًا۔