Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

خوړلې (يعنې غيبت به يـې کولو) او چغلي به يـې کوله. ([1]) (2): په يو حديث شريف کښې دي: د دواړو جهانونو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: زه د معراج په شپه د يو قوم په خوا تيريدم کومو چې خپل مخونه او سينې د تانبې [اوسپنې] په نوکانو راشوکول. ما پوښتنه اوکړه: اے جبرئيله! دا کوم خلق دي؟ اوئې وئيل: دوئي به د خلقو غوښې خوړلې (يعنې غيبت به يـې کولو) او د هغوئي عزّت به يـې خرابولو. ([2])

د غيبت د تفصيلي معلوماتو د پاره د اميرِ اهلسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کتاب غيبت کی تباہ کاریاں اولولئ، درس ترينه ورکړئ. دا کتاب د مکـتبة الـمدينه نه په قيمت واخلئ يا يـې د Islamic Books Library نه مفت ډاؤن لوډ کړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

لس زره ما مُعاف کړې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اِمامِ اعظم اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير سخي وو، د هغوئي عادت مبارک وو * څومره مال چې به يـې په خپل بال بچ باندې لګولو، هم هغه همره به يـې صدقه کولو * کله به يـې چې نوې جامې اغوستلې نو د هغه همره قيمت کپړه به يـې عالـمانو له هم اخستله * چې کله  به هغوئي ته ډوډئ کيښودے شوه نو چې څومره به يـې پخپله خوړله، هُم هغه همره به يـې په چا غريب هُم خوړله. ([3])

  يو ځل د هغوئي نه چا لس زره (درهمه يا دِيناره يعنې د سرو زرو يا سپينو زرو اشرفئ) قرض واخستې، کيدے شي هغه غريب وو، واپس يـې نکړے شوې، د وعدې موده تيره


 

 



[1]... موسوعہ امام ابن ابی الدنیا، ذَمُّ الْغِیبَۃ والنمیہ، باب الغیبۃ وذمہا، جلد:4، صفحہ:353، حدیث:49 ملتقطًا۔

[2]... ابوداؤد، کتاب الادب، باب فی الغیبۃ، صفحہ:765، حدیث:4878۔

[3]... تاریخِ بغداد، جلد:13، صفحہ:356 ملتقطًا۔