Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

په يو بَل روايت کښې داسې دي چې حضور سيد عالم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جومات ته داخليدو وخت کښې دا اِرشاد اُوفرمائيلو: په تاسو کښې د چا دا خبره خوښه ده چې الله پاک هغه د دوزخ د ګرمئ نه اوساتي؟ مونږه عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! په مونږ کښې هر يو دا خوښوي چې الله پاک يـې د دوزخ د ګرمئ نه بچ کړي. نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو: څوک چې لاس تنګي له مهلت ورکړي يا د هغه قرض معاف کړي الله پاک به هغه د دوزخ د ګرمئ نه محفوظه کړي. ([1]) په يو بَل روايت کښې يـې اوفرمائيل: څوک چې د خپل مقروض پريشاني لرې کړي يا د هغه قرض معاف کړي نو هغه به د قيامت په ورځ د عرش په سوري کښې وي. ([2])

د خوږ مصطفٰے کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت په ورځ د عرش په سوري کښې ځائے موندلو والا وړومبے کَس به هغه وي څوک چې لاس تنګي له دومره مهلت ورکړي چې هغه د قرض ورکولو جوګه [يعنې قابل] شي يا خپل قرض په هغه باندې صدقه کړي او اووائي: زما چې په تا باندې څومره قرض دے هغه د الله پاک د رضا د پاره صدقه ده او د قرض رسيد اوشلوي. ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته داسې توفيق راعطا کړي! که مونږ په زړۀ کښې خير خواهي پيدا کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او دُنيا د ډيرو زياتو خيرونو حقدار به شو.

مِلا ہے زَرْ تو غریبوں کے کام بھی آؤ!                                                      نہ جس سے خِدْمتِ مخلوق ہو وہ دولت کیا ہے؟

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی الدنیا، اصطناع المعروف، الباب الثامن الرافۃ فی المعسر، جلد:8، صفحہ:542، حدیث:10۔

[2]... ترمذی، کتاب البیوع، باب ما جاء فی انظارالمعسر و الرفق بہ، صفحہ:338، حدیث:1306 بتغیر قلیل۔

[3]... معجمِ کبیر، جلد:8، صفحہ:185، حدیث:15708۔