Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

خوشحاليږي، د مسواک کولو سره رَبّ تعالٰى راضي کيږي، مسواک نيکئ زياتوي او معده صحيح کوي * مسواک په ښي لاس کښې داسې نيسئ چې قچئ ګوته د دې نه لاندې او د مينځ درې ګوتې بره او غټه ګوته يـې په سر وي * مسواک چې کله د استعمال قابل پاتې نه شي نو غورځوئ يـې مه ځکه چې دا د سُنَّت ادا کولو آله ده، په احتياط سره يـې په يو ځائے کښې کيږدئ يا يـې ښخ کړئ يا يـې د کاڼي وغيره وزن سره اوتړئ او سمندر (يا سيند وغيره) کښې يـې ډوب کړئ. ([1]) 

ياد ساتئ! د روژې په حالت کښې هم مسواک کول سُنّت دي، البته که د مسواک جوولو په وخت ترينه ريشې شوکيږي يا يـې خوند محسوسيږي نو داسې مسواک نه دي کول پکار. ([2])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے                                                                               ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو

رب کے در پر جُھکیں، اِلتِجائیں کریں                                             بابِ رحْمت کھلیں، قافلے میں چلو([3])

الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

 


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:47-50۔

[2]... فتاویٰ رضویہ، جلد:10، صفحہ:511۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:670-671 ملتقطًا۔