Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

Book Name:Imam e Azam Ki Mubarak Aadatein

او کردار کښي پوره پوره ظاهره ده. * د الله پاک په فضل سره اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه شخصيت دے چې د هغوئي د عِلم، د هغوئي د ديني خدمتونو خوشبوئي تر اوسه پورې په دُنيا کښې خوره ده * هغوئي هُم هغه باکماله هستي ده چا چې د قرآني آيتونو او حديثونو نه د عِلم لعلونه راويستل او اُمَّت له يـې ورکړل * د قرآن او حديث په رڼا کښې يـې داسې اُصُول مقرر کړل چې د صدو تيريدو باوجود نن هم چې اُمَّت ته څه نوې قِسم مسئله راپيښه شي نو د اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د جوړ کړے شوو اُصولو په مدد سره د هغې حل د قرآن او سُنّت نه ميلاويږي * د کروړونو شافعيانو امام، د خپل وخت ډير لوئي مُحَدِّث او ډير لوئي عالِم امام محمد شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: خلق په فقه (يعنې د قرآن او حديث په صحيح پوهه حاصلولو) کښې د اِمامِ اعظم محتاج دي. ([1]) (3): علّامه اِبنِ حجر هَيتَمِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نعمان دريمه معنیٰ دہ: نعمت. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِمامِ اعطم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مخلوق د پاره د الله پاک ډير لوئي نعمت دے. ([2]) * هغوئي شپه ورځ محنت کولو * د عيش او عشرت نه يـې ځان ساتلو * د دنيائي خوندونو نه يـې مخ اړولے وو *خوب يـې قربان کړے وو * ټوله ټوله شپه او ټوله ټوله ورځ به په ديني کار کښې مصروف اوسيدلو * خپل ټول صلاحيتونه * خپل عِلم * خپل عقل * خپله پوهه يـې د اُمَّت د راهنمايئ او خير خواهئ د پاره اولګوله * هغوئي د خپل ژوند ډيره لويه موده د اُمَّت په راهنمايئ او خير خواهئ کښې تيره کړه او د خپل عِلم رڼا يـې داسې خوره کړه چې نن هم لوئي لوئي مفتيان، لوئي لوئي عالـمان، لوئي لوئي مُفَکِّران، لوئي لوئي مُحَدِّثين، لوئي لوئي مُفَسِّرين د هغوئي د خورې شوې رڼا په ذريعه په قرآن او حديث ځان پوهه کوي، د اُمَّت رهنمائي [لار ښودنه] کوي او د صحيح لارو مُسافِر جوړيږي.


 

 



[1]... تاریخِ بغداد، جلد:13، صفحہ:645۔

[2]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع، صفحہ:31۔