Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

خزانې په حاصلولو کښې کامياب شوې نو تۀ به ډيره لويه کاميابي حاصله کړې، داسې اوګڼه چې د دُنيا او آخرت ټول خيرونه په تقویٰ کښې راجمع کړے شوي دي. ([1])

اوګورئ! څومره لوئي فضيلت دے...!! د دُنيا او د آخرت ټول خيرونه په تقویٰ کښې راجمع کړے شوي دي او روژه هٰغه عبادت دے د کومې په برکت چې تقویٰ نصيب کيږي. په نورو لفظونو کښې داسې اووايئ چې روژه هغه اعلیٰ ترين عبادت دے، د کومې په برکت چې بنده د دُنيا او آخرت د ټولو خيرونو موندو قابل شي.

دے حُسْنِ اَخْلاق کی دولت                                                                                                 کر دے عطا اِخْلاص کی نعمت

مجھ کو خزانہ دے تقویٰ کا                                                                                                           یااللہ! مِری جھولی بھر دے([2])

په جنّت کښې کور ميلاو شو

يوه نيک بزرګ وو، هغه به اکثر تَهَجُّد کول او روژې به يـې هم په کثرت سره نيولې، يو ځل هغه په جومات کښې نـمونځ اوکړو، بيا يـې دُعا کوله او ناست وو چې سترګې يـې ورغلې، هغه په خوب کښې اوليدل چې يوه ډله د هغوئي خوا له راغله، هغه انسانان نه وو، د هغوئي په لاسونو کښې غټ غټ تالي وو، په هر يو تالي کښې ډوډئ کيښودے شوې وې او د هرې ډوډئ د پاسه د انار په شان يوه ملغلره کيښوے شوې وه، هغه ډلې هغوئي ته اووئيل: اوخورئ! هغه اووئيل: زه خو روژه نيول غواړم (يعنې پيشمنے مې کړے دے، روژه نيسم، لہٰذا اوس به هيڅ هم نه خورم). هغوئي اووئيل: د دې کور (يعنې جومات مالِک) فرمائي: اوخورئ! هغه بزرګ فرمائي: ما ډوډئ اوخوړله. هغه ملغلره کومه چې د ډوډئ د پاسه کيښودے شوې وه، هغه مې چې اوچتوله نو اووئيلے شول: دا هم دلته


 

 



[1]... منہاج العابدین، صفحہ:148ملتقطًا۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:123۔