Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

د روژې په مياشت کښې د ګناه وَبال

* خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې په رمضان کښې د ګناه کار کوي، الله پاک د هغه د ټول کال اعمال ضائع کوي، بے شکه رمضان د الله پاک مياشت ده، لہٰذا په دې کښې د ګناه نه بچ اوسئ! ([1]) * په يو حديث شريف کښې ارشاد شوے دے: د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د بے حرمتئ نه ځان ساتئ! بے شکه په دې کښې د نيکئ اهميت زياتولے شي، هم دغسې [پکښې] د ګناه (وبال) هم (زياتولے شي). ([2])

     د ګناهونو نه د بچ کيدو فائدې

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د ګناهونو نه بچ کيدل ډير ضروري هم دي او ډير اعلیٰ کار هم دے. علمائے کرام فرمائي: د نيکئ کولو په نسبت د ګناه نه بچ کيدل زيات ضروري دي. ([3]) په قرآن او حديث کښې د ګناهونو نه د بچ اوسيدو ډيرې ديني او دنيائي فائدې بيان شوې دي، مثلاً *کوم بنده چې د ګناهونو نه ځان ساتي، هغه ته د زړۀ سکون عطا کولے شي *کوم بنده چې د ګناهونو نه ځان ساتي، الله پاک د هغه غيبي مدد فرمائي *کوم بنده چې د ګناهونو نه ځان ساتي، د هغه په رزق کښې برکت عطا کولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي، هغه ته د پريشانو نه نجات عطا کولے شي *څوک چې د ګناهونو نه ځان ساتي هغه ته حکمت او پوهه عطا کولے شي * څوک چې د ګناهونو نه


 

 



[1]... معجم اوسط، جلد:2، صفحہ:414، حدیث:3688۔

[2]... معجم اوسط، جلد:3، صفحہ:354، حدیث:4827۔

[3]... تنبیہ الغافلین، باب ماجاء فی الذنوب، صفحہ:211۔