Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

ټول اِسلامي وروڼه هره هفته د ماسخُتن د نـمونځ نه پس په پابندئ سره د مدني مذاکرې کتلو نيت اوکړئ! که غواړئ نو په کور کښې د خپل کور والؤ سره په مدني چينل باندې په مدني مذاکره کښې شرکت اوکړئ!

د عِلم او حکمت نه ډکه مَدَني مذاکره

د پنجاب، پاکستان د واه کينټ (پنډئ ضلعې) د يو ځلمي بيان دے: نـمونځونه قضا کول، فلمونه کتل او شيطان خوشحالول او سندرې سازونه وغيره اوريدل او مست اوسيدل زما معمول وو، آه! زه په سُنَّتو باندې د عمل کولو نه محرومه ووم، زما د ګناهونو نه په ډک ژوند کښې رڼائي څه داسې راغله چې يوه ورځ د دعوتِ اِسلامي د يو مبلغ سره زما ملاقات اوشو، هغه زه پوهه کړم او زما يـې په اجتماعي سُنَّت اعتکاف کښې د کښيناستو ذهن جوړ کړو، د هغه په ښکلي انداز کښې راکړے شوي د نيکئ دعوت زما په زړۀ اثر اوکړو او زه په اجتماعي اعتکاف کښې شريک شوم، بيا زما شپې او ورځې په عبادت کښې تيريدلې، زړۀ راښکونکو بيانونو او ژړوونکو دعاګانو زما د زړۀ دُنيا بدله کړه، د کرم د پاسه کرم دا اوشو چې په اجتماعي اعتکاف کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مَدَني مذاکرې اوريدو سعادت رانصيب شو، د هغوئي د اثرناکو ارشاداتو نه زه دومره متاثر شوم چې ما فوراً د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه اوکړه او د نـمونځونو د پابندئ اراده مې اوکړه، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په ترغيب راکولو زه د اختر په شپه کور ته د تللو په ځائے د الله پاک د لارې مسافر جوړ شوم چرته چې د عِلمِ دِين د حاصلولو موقع په لاس راغله او د سُنَّتو د زده کولو سره سره په هغې باندې د عمل کولو جذبه هم رانصيب شوه.

مدنی مذاکرہ ہے شریعت کا خزینہ                           اَخْلاق کا، تہذیب کا، طریقت کا خزینہ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد