Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

يـې اوفرمائيلو: ینظرُ اللہ اِلیٰ تَنَافُسِکُمْ يعنې په دې مياشت کښې الله پاک ستاسو د نيکو په لور ستاسو رغبت، ذوق او شوق ته ګوري. (2): فَاَرُوا اللہَ مِنْ اَنْفُسِکُمْ خَیْرًا پس د خپل ځان د طرف نه خيرونه (يعنې نيکئ او ښه کارونه) د الله پاک په بارګاه کښې وړاندې کړئ!

يعنې په دې مبارکه مياشت کښې په خصوصيت سره زمونږه ذوق او شوق ته کتلے شي، چې * د رمضان مياشت خو درعطا کړے شوه، اوس څوک دے چې په دې کښې خپله اِصلاح کوي * د رمضان مياشت خو درعطا کړے شوه، اوس څوک دے چې په دې کښې په ډير کثرت سره تلاوت کوي * د رمضان مياشت خو درعطا کړے شوه، اوس څوک دے چې په دې کښې د ګناهونو نه ځان ساتي * د رمضان مياشت خو درعطا کړے شوه، اوس څوک دے چې په دې کښې ډيرې نيکئ کوي. غرض دا چې زمونږه دې شوق ته کتلے شي، د دې جائزه اخستے شي او مونږ ته د روژې په مياشت کښې دا شوق [په نيکو کولو] ښودل دي. څه پته! چې زمونږه دا شوق، دا ذوق، په رَمَضَانُ الْمُبَارَک کښې زمونږه اِصلاح کيدل د الله پاک په بارګاه کښې قبول شي او زمونږه د بخښنې ذريعه جوړه شي.

په رمضان کښې خپله اِصلاح کوونکے اوبخښلے شو

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! منقول دي: محمد نومې يو کَس به ټول کال نـمونځ نه کولو. چې کله به د رَمَضَانُ الْمُبَارَک شريف برکتي مياشت راغله نو هغه به پاکې جامې اغوستلې او پينځه واړه نـمونځونه به يـې په پابندئ سره کول او تير قضا شوي نـمونځونه به يـې هم ادا کول. خلقو د هغه نه پوښتنه اوکړه: تۀ داسې ولې کوې؟ هغه جواب ورکړو: دا مياشت د رحمت، برکت، توبې او بخښنې مياشت ده، کيدے شي چې الله پاک ما د دې عمل په وجه اوبخښي. چې کله هغه وفات شو نو چا په خوب کښې اوليدو او پوښتنه يـې ترينه اوکړه: مَا فَعَلَ اللّٰہُ بِکَ؟ يعنې الله پاک ستا سره څه معامله اوکړه؟