Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

هغه جواب ورکړو: زه الله پاک د رَمَضَانُ الْمُبَارَک شريف د احترام په وجه اوبخښلم. ([1])

    سُبْحٰنَ اللہ! دا د الله پاک کرم دے، هغه رَبِّ قهار که عدل اوفرمائي نو  په يوه ګناه [هُم بنده] راګير کړي او که فضل اوفرمائي نو صرف په يوه نيکئ غټ غټ ګناهونه اُوبخښي.

يوه مياشت د الله د پاره...!!

بهر حال خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رمضان مياشت د خپلې اِصلاح مياشت ده. په دې کښې د خپلې اصلاح کولو پخه اراده اوکړئ! په حديثِ پاک کښې دي: سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک ستاسو د پاره يوولس مياشتې ساتلې دي، په دې کښې خورئ، څښئ، خوندونه اخلئ! خو يوه مياشت يـې د ځان د پاره خاص فرمائيلې ده فَاتَّقُوْا شَہْرَ رَمضَان فَاِنَّہٗ شَہْرُ اللہ يعنې د روژې د مياشت نه اُويَريږئ! بے شکه دا د الله پاک مياشت ده. ([2])

آگیا رَمضاں عبادت پر کمر اب باندھ لو                      فیض لے لو جلد یہ دن تیس کا مہمان ہے

بھائیو بہنو! کرو سب نیکیوں پر نیکیاں                           پڑگئے  دوزخ  پہ  تالے  قید  میں  شیطان  ہے([3])

د ګناهونو نه پاک رَمَضَانُ الْمُبَارَک

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رمضان مياشت راتلونکې ده، د خپلې اِصلاح کولو مياشت راتلونکې ده، د روژې د مياشتې يو بنيادي مقصد تقویٰ حاصلول دي. لہٰذا ټوله د رمضان مياشت په تقویٰ او پرهيزګارئ سره يعنې د ګناهونو نه د بچ کيدو سره د تيرولو نيت اوکړئ! دا پخه اراده اوکړئ چې د روژې په ټوله مياشت کښې (که د 29 ورځو وي او که د 30 ورځو


 

 



[1]... دُرَّۃُ النَّاصِحِین، صفحہ:8۔

[2]... شُعَبُ الْایمان، باب فی الصیام، فصل فی فضائل شہر رَمضَان، جلد:3، صفحہ:312، حدیث: 3632۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:705، 706 ملتقطاً۔