Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

رحمتونو والا * عظمتونو والا * بخښنې والا مياشت تشريف راوړونکې ده. *ډيرې ډيرې خوشحالئ اوکړئ! * چي کله دا بختوره مياشت تشريف راوړي نو [يو بل ته] مبارکي ورکړئ! * د رمضان مياشت ته پوره هر کلے وايئ! * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دې ته پوره هر کلے وئيلو، چې کله به مياشت اوليدے شوه نو د قبلې په لور به يـې مخ کړو او داسې دُعا به يـې کوله:

اَللّٰهُمَّ اَهِلَّهٗ عَلَيْنَا بِالْاَمْنِ وَالْاَمَانَۃِ وَالسَّلامَةِ وَالْعَافِيَةِ الْمُجَلِّلَةِ وَدِفَاعِ الْاَسْقَامِ وَالْعَوْنِ عَلَى الصَّلاةِ وَالصِّيَامِ وَالْقِیَامِ وَتِلاوَةِ الْقُرْآنِ،اَللّٰهُمَّ سَلِّمْنَا لِرَمضَانَ وَسَلِّمْهُ مِنَّا حَتَّى يَنْقَضِيَ وَقَدْ غَفَرْتَ لَنَا وَرَحِمْتَـنَا وَعَـفَوْتَ عَنَّا

ترجَمه: اے الله! دا مياشت په مونږ باندې د اَمن و اَمان، سلامتيا، مکمل عافيت او د بيمارو نه د حفاظت ذريعه جوړه کړې او د نـمونځ، روژې، عبادت او د قرآن په تلاوت د مدد سبب يـې جوړه کړې. اے رَبِّ کريمه! مونږ ته د رمضان په وجه سلامتيا عطا کړې يعنې دا زمونږ د پاره د سلامتيا والا جوړه کړې او دې ته زمونږ نه سلامتيا عطا کړې تر دې چې کله دا رُخصت شي نو ستا بخښنه او رحمت او معافي زمونږه يقيني مقدر جوړ شوي وي. ([1])

 کاش چې مونږ رمضان ته اورسو

  خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اِنْ شَآءَ اللهُ الْکريم!  زمونږه بخت هم رابيداريدونکے دے، يو څو ورځې پس به د رمضان مياشت ښکاره شي. که الله پاک اوغوښتل نو مونږ به دا کال هم د روژې د مياشتې د مقدسو ساعتونو د ليدلو او د روژې د مياشتې په برکتي ساعتونو کښې د ساه ګانو اخستو سعادت حاصلوو. الله پاک دې زمونږه دا سعادت


 

 



[1]... کَنْزالْعُمَّال، کتاب الصوم، فصل فی فضلہ و فضل رَمضَان، جلد 4، جز:8، صفحہ:270، حدیث: 24286۔