Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

ده چې د مخکښينو ګناهونو ژوند پريږدو او د نوي پاک ژوند په لور وړاندې لاړ شو!

لکه څنګه چې د نوي کال په راتلو مختلفې کارخانې د خپل نوي پروډکټ نوے ماډل راوباسي، اوس چې لکه څنګه کال 2024 شروع شو نو د موټر سائيکلو، موټرو، موبائلو وغيره کارخانو به خپل نوے ماډل لاؤنچ کړے وي، هم دغه شان زمونږه، زمونږه د خپل ذات هم خو څه نوے ورژن پکار دے، رَمَضَانُ الْمُبَارَک تشريف راوړو، چې خلقو ته پته اولګي چې * دا بنده بے نـمانځه وو، اوس نـمونځ ګزاره شو * مخکښې به يـې دروغ وئيل، اوس رښتونے او ايماندار شوے دے * مخکښې به په کوڅو کښې کښيناستو، خلق به يـې تنګول، اوس د خلقو د حقونو خيال ساتي * مخکښې به يـې کمې نيکئ کولې، اوس ډيرې کوي. غرض دا چې مونږ کښې څه بدلون پکار دے. چې زمونږه د انداز نه، زمونږه د کردار نه، زمونږه د طور طريقو نه پته اولګي چې د رَمَضَانُ الْمُبَارَک مياشت راغلې ده.

د رمضان مياشت د عامو ورځو نه مختلفه ساتئ!

 صحابئ رسول حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: لَا تَجْعَلْ یَوْمَ صَوْمِکَ وَ یَوْمَ فِطْرِکَ سَوَاءٌ يعنې ستا د روژې ورځ او بے روژې ورځ، دا دواړه يو شان مه ساته! ([1])

يعنې څه بدلون پکار دے، روژه بيله مياشت ده، د باقي ټولو مياشتو سرداره ده *خاص طور د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د پاره جنّت ښائسته کولے شي * د رَمَضَانُ الْمُبَارَک په وړومبئ شپه د عرش د لاندې نه تازه هوا چليږي * د رَمَضَانُ الْمُبَارَک د راتلو سره د جنّت دروازې برسيره کړے شي، د دوزخ دروازې بندې کړے شي * شيطان قيد کړے شي. يعنې تر دې حده پورې په دې مياشت کښې بدلون راځي، بيا زمونږه په کردار کښې بدلون ولې نه راځي...؟ زمونږه د خبرو انداز ولې نه بدليږي؟ * زمونږه په طور طريقو


 

 



[1]... زہد لابن مُبارَک، باب ذم الریاء...الخ، صفحہ:160، حدیث:460۔