Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai
هغه د اوبو د پاسه روان وو او په آرام پرې تير شو. ([1])
بوقتِ نزع سلامت رہے مرا ایماں مجھے نصیب ہو توبہ ہے التجا یاربّ
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا خو د ګناهونو نه د بچ کيدو انعامونه وو، اوس چې کوم بنده ګناه کوي، د هغه څه څه نقصانونه کيدے شي، هغه هم واورئ! علمائے کرام فرمائي: *د ګناه په وجه په رزق کښې کمے راځي *زړۀ او بدن کمزورے کيږي *عمر کميږي * برکت ځي * د ګناه په وجه قوتِ ارادي کمزورے کيږي * ګناه د ذِلّت سبب ده * ګناه د هلاکيدو په لور بوتلل کوي * د ګناه په وجه عقل ته نقصان رَسي، د عقل نُور مړ کيږي * د ګناهونو په وجه په زمکه کښې فساد جوړيږي *حيا ختميږي او بے حيائي زياتيږي * د ګناه په وجه نعمت ځي او زحمت راځي. ([2]) *د مسلمانانو دويم خليفه، اَميرُ المُؤمِنين حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ګناه اګر که يوه هم وي، د ځان سره لس بدئ راوړي: (1): ګناه کوونکے الله پاک له غَضَب ورولي (2): ګناه کوونکے اِبليس (يعنې شيطان) خوشحالوي (3): ګناه کوونکے د جنّت نه لرې کيږي او (4): دوزخ ته نزدې کيږي (5): ګناه کوونکے پخپله په خپل ځان باندې ظلم کوي (6): ګناه کوونکے خپل باطِن ناپاکه کوي (7): ګناه کوونکے اعمال ليکونکو فرښتو له تکليف ورکوي (8): ګناه کوونکے خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غمژن کوي