Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: اے ايمان والؤ په تاسو روژے فرض کړے شوې څنګه چې تاسو نه مخکښې خلقو باندې فرض کړے شوې وې چې تاسو پرهيزګاره جوړ شئ.
په دې آيت مبارک کښې چې د روژې کوم اهم ترين حکمت او ډيره غټه فائده اوښودلے شوه، هغه دا ده:
لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ(۱۸۳) (پارہ:2، البقرہ:183)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: چې تاسو پرهيزګاره جوړ شئ.
يعنې اے مسلمانانو! په تاسو باندې روژې فرض کړے شوې، تاسو په دې باندې عمل کوئ (يعنې په پابندئ سره روژې نيسئ) د پاره د دې چې ستاسو تقویٰ او پرهيزګاري نصيب شي. ([1])
معلومه شوه چې د رمضان مياشت هغه مبارکه مياشت ده، په کومه کښې چې روژې نيولے شي او د دې روژو په برکت زمونږه تقویٰ نصيب کيږي.
تقویٰ ډير لوئي دولت دے. د حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم، شفيعِ مُعَظَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته نصيحت کولو کښې اوفرمائيل: عَلَیْکَ بِتَقْوَی اللّٰہِ فَاِنَّہُ جِمَاعُ کُلِّ خَیْرٍ په تا باندې تقویٰ لازمي ده چې بے شکه تقویٰ د ټولو خيرونو مجموعه ده. ([2])
حُجَّةُ الاِسلَام حضرت امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے عزيزه! تا له په دې ځان پوهه کول پکار دي چې تقویٰ يوه نايابه خزانه ده، که تۀ د دې