Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

Book Name:Ramadan Sudharne Ka Mahina Hai

(9):ګناه کوونکے زمکه او اسمان د ځان خِلاف ګواه جوړوي (10): ګناه کوونکے د انسانانو سره خيانت او د اللهُ رَبُّ العالمين نافرماني کوي. ([1])

  رښتونې پخه توبه اوکړئ!

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د رَمَضَانُ الْمُبَارَک مياشت تشريف راوړونکې ده، تقویٰ ورکوونکې مياشت راتلونکې ده، د ځان د اِصلاح کولو مياشت راتلونکې ده، همت اوکړئ! د تيرو ګناهونو نه توبه کړئ او، پاک صفا شئ او د دې پاکې مياشتې هر کلے اوکړئ! الله پاک په قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:

وَّ اَنِ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَیْهِ یُمَتِّعْكُمْ مَّتَاعًا حَسَنًا اِلٰۤى اَجَلٍ مُّسَمًّى وَّ یُؤْتِ كُلَّ ذِیْ فَضْلٍ فَضْلَهٗؕ-وَ اِنْ تَوَلَّوْا فَاِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ كَبِیْرٍ(۳) (پارہ:11،سورۂ ھُوْد:3)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان:  او دا چې د خپل رب نه معافي غواړئ بيا د هغه طرف ته توبه اوکړئ نو هغه به تاسو ته د يوې مقررې نيټې پورې ډيره ښه فائده درکړي او هر فضيلت والا ته به خپل فضل ورعطا کړي او که تاسو مخ واړوئ نو زه په تاسو باندې د غټې ورځې د عذاب ويره لرم.

په تفسيرِ صراط لجنان کښې دي: په دې آيت کښې اوفرمائيلے شول چې نبئ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې خلقو ته حکم اوکړي چې اے خلقو! د خپلو تيرو ګناهونو معافي اوغواړئ او بيا د پاره د ګناه کولو نه توبه کړئ! چا چې د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه کړه او په اِخلاص سره د خپل رَبّ عبادت ګزار جوړ شو نو الله پاک به هغه ته زيات رزق او معاشي فراختيا عطا کړي او هغه به د امن او راحت والا ژوند تيروي، د هغه نه


 

 



[1]... بحر الدموع، الفصل الثانی، صفحہ:42۔